د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې د کالام مټلتان په غرنۍ سیمه کې د ګلېشېر د چاودنې له امله اووه کسان اغېزمن شوي، چې درې تنه یې ټپیان شوي او یو غرختونکی لا هم ورک دی.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ سوات د ویاند له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۱۷مه، د مټلتان په لرې پرته غرنۍ سیمه کې شوې ده. درې ټپیان لومړی د کالام تحصیل هیډکوارټر روغتون ته ولېږدول شول او وروسته د لا ښه درملنې لپاره د سیدو شریف سنټرل روغتون ته انتقال شول.

 

چارواکي وایي، روغتون ته لېږدول شوي ټپیان حاور حسین (۴۰ کلن)، حارث (۲۲ کلن) او هارون (۲۷ کلن) دي، چې ټول د راولپنډۍ اوسېدونکي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، د پېښې درې نور اغېزمن کسان روغ رمټ ژغورل شوي، خو د خوازه‌ خېلې اوسېدونکی غرختونکی ،سید علي شاه، لا هم ورک دی او د هغه د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات په سختو غرنیو شرایطو کې دوام لري.

 

چارواکي زیاتوي چې د پېښې ځای لرې او تګ ورته ستونزمن دی، له همدې امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ دي او د ورکېدلي غرختونکي د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

 

تر اوسه د ګلېشېر د چاودنې د دقیق علت په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د ژغورنې ادارې ویلي چې د نورو معلوماتو تر ترلاسه کېدو وروسته به نور جزئیات هم خپاره کړي.