د بر دیر ضلعي پولیسو مشر (ډي‌ پي‌ او) اسلم نواز د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې د شلتلو او نصرت درې له حساسو امنیتي پوستو څخه لیدنه کړې او هلته یې د روانو لټون او هدفي عملیاتو ارزونه کړې ده.

 

د پولیسو له خوا ،د جولایۍ په ۱۷مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې د بر دیر پولیسو، دیر سکاوټس، ایلیټ ځواک، چټک غبرګون ځواک، د ترهګرۍ ضد څانګې، د چاودېدونکو توکو شنډولو ډلې او ځايي اوسېدونکو برخه اخیستې ده.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د سیمي د څارنې لپاره له پرمختللو تودوخې معلوموونکو وسایلو، ډرون کامرو او زغره‌ والو موټرو څخه هم کار اخلي، څو د پولې په اوږدو کې امنیتي تدابیر لا اغېزمن شي.

 

ډي‌ پي‌ او اسلم نواز د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو د چمتووالي او مسلکي فعالیت ستاینه وکړه او ویې ویل چې د خلکو د سر او مال ساتنې، د سولې د ټینګښت او د امنیت ضد عناصرو پر ضد به عملیات په دوامداره توګه روان وي.

 

نوموړي وروسته د سیمي له قامي مشرانو سره هم ولیدل او د امنیتي وضعیت، د ولس او امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او متقابلې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.

 

د سیمي مشرانو ژمنه وکړه چې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره به له امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.