د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د میا عیسی په سیمه کې یوه ۲۹ کلنه ښځه د ناموس په نوم وژل شوې ده. پولیس وايي، د وژل شوې ښځې مشر ورور ،د جولایۍ په ۱۷مه، نیول شوی او د خپلې خور د وژنې اعتراف یې کړی دی.
د پولیسو په وینا، مقتوله تسمیه ،د مې په ۲۹مه، د خپلو ورونو کور ته تللې وه او له هغه وروسته بې درکه شوې وه. د هغې مېړه فضل رحمن د ښځې د ورکېدو په تړاو پولیسو ته عریضه کړې وه، چې پر بنسټ یې رسمي قضیه ثبت او پلټنې پېل شوې.
د اکوړه خټک د پولیسو مرستیال (ډي اېس پي) عدنان اعظم ویلي دي، چې د پلټنو پر مهال نیول شوي تورن، شیرباز خان، اعتراف کړی دی چې خپله خور یې وژلې، د جسد ټوټې یې په یوه بوجۍ کې اچولې او وروسته یې سیند ته غورځولې دي.
د نوموړي په وینا، د نوښار د سینیئر سول جج او جوډیشل مجسټریټ محکمې د نیول شوي تورن د دوو ورځو جسمي ریمانډ منظور کړی، څو د پېښې په اړه نورې پلټنې بشپړې شي. پولیس وایي، د مقتولې د جسد د پاتې شونو د موندلو لپاره د اوبو لګولو ادارې، ریسکیو ۱۱۲۲ او نورو اړوندو ادارو په همکارۍ د سیند په اوږدو کې د لټون عملیات روان دي.
ډي اېس پي عدنان اعظم زیاته کړې، چې د لومړنیو پلټنو له مخې، مقتولې تر دې مخکې هم ودونه کړي وو او د هغې وروستی مېړه شاوخوا دوه کاله وړاندې د پنجاب په اټک کې وژل شوی و. هغه وویل، چې د دې معلوماتو ارزونه د پلټنو برخه ده او د اوسني قتل د انګېزې او نورو اړخونو په اړه څېړنې لا هم دوام لري.
پولیس وايي، د قضیې په تړاو د نورو احتمالي شکمنو کسانو د رول معلومولو لپاره هم پلټنې روانې دي او د پلټنو له بشپړېدو وروسته به نور جزئیات له رسنیو سره شریک شي.


ندیم مشواني