د عوامي نیشنل ګوند (ای اېن پي) مرکزي مشر، سینیټر ایمل ولي خان، ویلي دي چې د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمن د وروستیو څرګندونو پر سر روان بحث د اصل موضوع څخه د پام اړولو هڅه ده. د هغه په وینا، اصلي پوښتنه دا نه ده چې چا څه ویلي، بلکې دا ده چې ولې له ولس څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د وسلو پورته کولو غوښتنه کېږي.

 

ایمل ولي خان ،د جولایۍ په ۱۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د امنیت ټینګښت د عام ولس نه، بلکې د ریاست او امنیتي ادارو اییني ذمه‌ واري ده. هغه زیاته کړه چې په دې اړه باید د اشخاصو پر څرګندونو نه، بلکې د دولت پر مسوولیت بحث وشي.

 

هغه وویل، چې په هېواد کې د امن او نظم ساتل د امنیتي ادارو اساسي دنده ده او له خلکو څخه د وسلو پورته کولو غوښتنه د دولت د اییني ذمه ‌واریو بدیل نه شي کېدی. د ای اېن پي مشر دعوه وکړه چې د مقتدرو حلقو د دفاع کوونکو کمښت نشته او ځیني هغه کسان چې پخوا یې پر دغو حلقو نیوکې کولې، اوس د واک د ترلاسه کولو لپاره د هغوي ملاتړ کوي.

 

ایمل ولي خان وویل، چې د خیبر پښتونخوا ولس له څو لسیزو راهیسي د ترهګرۍ او ناامنۍ درنه بیه پرې کړې ده، نو د امنیتي ناکامیو پړه باید پر ولس ونه اچول شي، بلکې اړوندې ادارې دې خپلې اییني ذمه ‌وارۍ په بشپړه توګه ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د دولت مسوولیت دی او له ولس څخه د وسلو پورته کولو غوښتنه د دې مسوولیت نعم البدل نه شي کېدی.