د کوز سویلي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ غړي ،عجب ګل وزیر، ویلي دي چې په سیمه کې د ولسي ستونزو حل، د پرمختیايي پروژو بشپړول او د تلپاتې امن ټینګښت یې لومړیتوبونه دي.
دا څرګندونې هغه ،د جولایۍ په ۱۷مه، په پېښور کې د ایم پي ای هاسټل کې د کوز سویلي وزیرستان د پرېس کلب واڼا د ،مشر قسمت الله وزیر، په مشرۍ د خبریالانو له پلاوي سره په لیدنه کې کړې دي.
د لیدنې پر مهال د سیمي د امنیتي وضعیت، روانو پرمختیايي پروژو او هغو ستونزو په اړه خبرې وشوې چې د سیمي خلک ورسره مخ دي. د خبریالانو پلاوي د سپورټ، کرنې او ځنګلونو په ګډون د ځینو سرکاري محکمو د ضلعي فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې او ویې ویل چې په یو شمېر برخو کې د ولس لپاره د اساسي خدمتونو او پرمختیايي کارونو بهیر د قناعت وړ نه دی.
عجب ګل وزیر د دغو شکایتونو په ځواب کې وویل، چې د ولسي ستونزو د حل او د اړوندو محکمو د فعالیتونو د ښه والي لپاره به عملي ګامونه پورته کړي او هېڅ اداره به د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې د غفلت اجازه ونه لري.
هغه وویل، چې د تنایي ـ سپین ګل خوړ سړک د منظورۍ بهیر نږدې بشپړ شوی او ډېر زر به یې رسمي اعلان وشي. د هغه په وینا، د کوچنیو بندونو، ګډو اوبو لګولو کانالونو او نورو کرنیزو پروژو چارې هم روانې دي، او په کلیو کې د پاکو اوبو، روغتیا او زده کړو د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره هم اقدامات دوام لري.
د صوبايي اسمبلۍ غړي زیاته کړه چې د واڼا ـ ګومل زام سړک او نورو نښلوونکو لارو د جوړولو او بیارغونې لپاره هم هڅې روانې دي. هغه وویل، چې که څه هم سیمه له امنیتي او نورو ستونزو سره مخ ده، خو پرمختیايي بهیر به نه درېږي او خلک به د خپلې استازولۍ د پنځه کلنې مودې په پای کې د دوي د کارکردګۍ ارزونه وکړي.
د امنیتي وضعیت په اړه عجب ګل وزیر وویل، چې په کوز سویلي وزیرستان کې د دوامدار امن ټینګښت د ټولو شریک مسؤلیت دی او د دې هدف لپاره د ولس او ادارو ګډې هڅې اړینې دي.
د غونډې په پای کې خبریالانو د ضلعې د نورو وروسته پاتې سیمو ستونزې او اړتیاوې هم مطرح کړې. عجب ګل وزیر او د هغه سکرتر والي محمد وزیر د سیمه ییزو خبریالانو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې رسنۍ دې د ولس ستونزې په بې پرې او مسلکي ډول راپور کړي، څو اړوندې ادارې پرې پر وخت اقدام وکړي.


ظفر وزير