د خیبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) د جولایۍ له ۱۹مې تر ۲۳مې نېټې پورې د صوبې په ډېرو سیمو کې د سختو بارانونو، تېزو بادونو، تندر او اسماني بجلۍ وړاندوینه کړې او د احتمالي زیانونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
د پي ډي اېم ای له خوا ،د جولایۍ په ۱۷مه، د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په چترال، بر دیر، کوز دیر، سوات، شانګله، کوهستان، مانسهره او اېبټ اباد کې د غرښوېدنې خطر شته. اداره وایي، په غرنیو سیمو کې په خوړونو او سیندونو کې د اوبو د کچې د ناڅاپي لوړېدو او ناڅاپي سېلابونو احتمال هم زیات شوی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، سوات او اېبټ اباد کې د ښاري سېلابونو امکان هم شته. د پي ډي اېم ای په وینا، تیز بادونه او اسماني بجلي ښیي کمزورو کورونو، د بجلۍ ستنو، ساین بورډونو او کرنیزو فصلونو ته زیان ورسوي.
ادارې ټولو ضلعي انتظامیو، ریسکیو ۱۱۲۲ او نورو اړوندو ادارو ته د لوړ چمتووالي لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې په حساسو سیمو کې دې د ژغورنې ډلې، بیړنۍ ماشینرۍ او مرستندویه توکي له وړاندې ځای پر ځای شي.
پي ډي اېم ای ،همداراز، له سیلانیانو غوښتي چې د خرابې هوا پر مهال له غیر ضروري سفرونو، د خوړونو، سیندونو او ویالو غاړو ته له تګ او د سېلاب ځپلو سیمو له تېرېدو ډډه وکړي. ادارې بزګرانو او مالدارانو ته هم سپارښتنه کړې ده چې د خپلو فصلونو او څارویو د خوندي ساتنې لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
پي ډي اېم ای له خلکو غوښتنه کړې ده چې د بارانونو پر مهال له اوبو ډک سړکونه، پلونه او موسمي ویالې ونه اوړي او د هر ډول بېړني حالت په صورت کې دې د ادارې د بېړني عملیاتو مرکز له وړیا مرستندویه شمېرې ۱۷۰۰ سره سمدستي اړیکه ونیسي.
د ادارې په وینا، د بېړني عملیاتو مرکز په بشپړ ډول فعال دی او د احتمالي طبیعي پېښو پر مهال به د ژغورنې او مرستو چارې همغږې کوي.


شال نیوز