د خیبر پښتونخوا د اورکزو ضلعه کې د یو ډرون له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ پر یوه کور لګېدلې ده، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د اورکزو د پولیسو مشر (ډي پي او) شوکت علي ویلي دي، چې ،د جولایۍ په ۱۷مه، د خیبر ضلعې له لوري راغلي ډرون د هاوان مرمۍ توغولې وه، چې د غنډه مېله په سیمه کې د یوه استوګنیز کور پر انګړ ولګېده.
د هغه په وینا، په پېښه کې محمد شاهزیب او فیضوان شاه ټپیان شوي، چې سمدستي د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیايي حالت یې تر درملنې لاندې دی.
ډي پي او شوکت علي ویليدي، چې پولیسو له پېښې وروسته سیمه کلابنده کړې، شواهد راټولوي او د پېښې پلټنې له بېلابېلو اړخونو روانې دي.
بلخوا د سیمي ځايي اوسېدونکي وايي، چې دوي له اوږدې مودې راهیسي د ناامنۍ له ستونزو سره مخ دي، خو د ډرون بریدونو د خلکو اندېښنې او ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
تر اوسه د دې ډرون برید په اړه بلې رسمي ادارې یا امنیتي چارواکو نور جزییات نه دي خپاره کړي.


علي افضل افضال