د پېښور ښار د پولیسو مشر (سي سي پي او) د خیبر ضلعې د لنډي کوتل د پولیسو تاڼې د ایس ایچ او، ای اېس ایي ،عشرت شینواري، او د اسسټنټ ایس ایچ او، هیډ کانسټېبل ،عظمت ولي، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال د بډو (رشوت) اخیستو د تورونو له امله له دندو معطل کړي دي.
د سي سي پي او له لوري ،د جولایۍ په ۱۷مه، په جاري شوي رسمي حکم کې ویل شوي دي، چې دواړه پولیس چارواکي سمدستي له دندو لرې شوي او ورته لارښوونه شوې ده چې د خیبر ضلعې د پولیسو لاینز شاکس ته حاضر شي.
د حکم له مخې، پر دواړو چارواکو تور دی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر پر مهال یې په ناقانونه ډول بډې (رشوت) اخیستی دی. په حکم کې راغلي دي چې د دواړو پر ضد به د تورونو تفصیلي پاڼه (چارج شیټ) او د دعوو لنډیز په جلا توګه جاري کېږي او ورپسې به قانوني او محکمانه بهیر پر مخ وړل کېږي.
د دې معطلۍ د رسمي حکم یوه کاپي له شال نیوز ترلاسه کړې ده. دغه اداري حکم د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ له ۱۷مې نېټې څخه نافذ شوی دی.
تر اوسه د معطل شویو دواړو پولیسو چارواکو یا د هغوي د استازو له خوا د دغو تورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ورکړل شوی. د حکم له مخې، دا مهال تورونه د پلټنو تر پړاو لاندې دي او وروستۍ پرېکړه به د پلټنو او قانوني بهیر له بشپړېدو وروسته کېږي.


ابراهیم شینواری