د خيبر ضلعې په باړه کې د باړه سياسي اتحاد مشر او سرکاري ټېکدار ،هاشم اپريدي، دعوه کړې چې د ايريګېشن (اوبو لګولو) څانګې د ۷۳ کروړه روپيو په ارزښت پرمختيايي پروژې د خوښې وړ ټېکدارانو ترمنځ وېشل شوې دي.
نوموړي ،د جولایۍ په ۱۶مه، د باړه پرېس کلب کې خبري غونډې ته وويل، چې د دغو پروژو له ډلې د پارلماني استازو په نوم شاوخوا څلور کروړه او ۸۰ لکه روپۍ اخيستل شوې او د هغوي په نوم شاوخوا ۲۵ سلنه پروژې هم ځانګړو کسانو ته ورکړل شوې دي.
هاشم اپريدی وويل، چې د ايريګېشن څانګې د ۱۹ پروژو لپاره ۵۲ ټېکدارانو د داوطلبۍ اسناد سپارلي وو، خو د هغه په وينا، د ټيټو نرخونو وړانديز کوونکو او لويو جواز لرونکو قرارداديانو پر ځای، هغو ټېکدارانو ته پروژې ورکړل شوې چې لوړې بيې يې وړاندې کړې وې. د هغه په خبره، دې کار قامي خزانې ته د ميليونونو روپيو زيان اړولی دی.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د دعوه شوي فساد په اړه ليکلی ثبوت نه لري، خو زياته يې کړه چې چمتو دی خپلې دعوې ثابتې کړي. نوموړي وويل، چې که ثابته شي چې د ايريګېشن اجرايوي انجنير د پارلماني استازو او ټېکدارانو په نوم پيسې نه دي اخيستي او د پروژو په وېش کې يې درغلي نه ده کړې، نو هر ډول سزا ته به غاړه کېږدي.
هاشم اپريدي دا دعوه هم وکړه چې د يادې ادارې ځيني کارکوونکي له تېرو ۱۵ کلونو راهيسي نه دي بدل شوي او که د بدلېدو امر هم ورته شوی وي، بيا هم په خيبر کې دندې ترسره کوي، خو د معاشونو اسناد يې په نورو ځايونو کې ثبت دي.
هغه له حکومت څخه وغوښتل چې د دغو دعوو په اړه دې بېړنۍ پلټنې وکړي. نوموړي خبرداری ورکړ، که اقدام ونه شي، په پېښور او اسلام اباد کې به هم خبري غونډې وکړي او د ايريګېشن څانګې مخې ته به احتجاج وکړي.
په دې خبري غونډه کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو استازو، د جمعيت علمای اسلام (ف)، عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پيپلز ګوند، مسلم ليګ (ن)، جماعت اسلامي او يو شمېر نورو سياسي او ټولنيزو شخصيتونو هم ګډون کړی و.
تر اوسه د خيبر د ايريګېشن څانګې يا د خيبر پښتونخوا حکومت د دغو دعوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.


ابراهیم شینواری