د خیبر پښتونخوا د بر دیر ضلعې د براول په سرحدي سیمه کې، د افغانستان د کونړ ولایت پولې ته نږدې د شلتلو پر پولیسو پوستې وسله والو برید کړی، چې له امله یې د پولیسو یو افسر او د ایف سي دوه سرتېري ټپیان شوي دي.
ځايي امنیتي سرچیني وایي، په ټپیانو کې د پولیسو اې اېس ایي ،عمر خان، او د ایف سي دوه سرتېري شامل دي. ټپیان د لومړنۍ درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د پولیسو، پوځ یا د خیبر پښتونخوا حکومت د برید په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی او د پېښې مسؤلیت هم کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
شلتلو د بر دیر د براول په غرنۍ او سرحدي سیمه کې، د افغانستان د کونړ ولایت له پولې سره نږدې پرته ده. دا سیمه د هندوکش د غرونو په لمنو کې موقعیت لري او د غرنیو لارو او تنګو درو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ له حساسو سرحدي سیمو څخه ګڼل کېږي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د دیر په غرنیو سیمو کې له څو ورځو راهیسي امنیتي ځواکونه د وسله والو پر ضد د لټون او تصفیې عملیات ترسره کوي. د دغو عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ د کوز دیر د لړم درې او خل ترمنځ د حیدري ټاپ په سیمه کې هم د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه.
د امنیتي سرچینو په وینا، په هغې نښته کې درې پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو، او له هغې وروسته امنیتي ځواکونو په بر او کوز دیر کې خپل عملیات لا پراخ کړي دي.
د شلتلو د وروستي برید او د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي، او شال نیوز د پېښې د خپلواکې تصدیق او د رسمي دریځ د ترلاسه کولو هڅه کوي.


جاوید ملنګ