د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او ځايي پوليسو دعوه کړې چې د بنو ضلعې د هوېد تاڼې اړوند ګل بهار سيمه کې يې ،د جولایۍ په ۱۶مه، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ګډو عملياتو کې پنځه مشکوک وسله وال وژلي او يو شمېر نور تښتېدلي دي.

 

د پوليسو په وينا، دا هدفي عمليات د کره استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته ترسره شول. چارواکي وايي، کله چې امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړه، نو مشکوکو وسلوالو پرې ډزې وکړې او ورپسې د سي ټي ډي د ځانګړو عملياتي ځواکونو (سواټ) او پوليسو ځوابي ډزې پېل شوې.

 

د چارواکو په وينا، د دواړو لورو ترمنځ نښته شاوخوا ۴۰ دقيقې روانه وه، چې په پايله کې يې پنځه مشکوک وسلوال ووژل شول، خو يو شمېر نور له سيمي وتښتېدل. تر عملياتو وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د تښتېدلو کسانو د نيولو لپاره د لټون او پاکونې عمليات روان دي.

 

سي ټي ډي دعوه کړې ده چې له وژل شويو کسانو څخه پنځه کلاشينکوفونه، لس ډک شاجورونه، پنځه بندولونه، دوه لاسي بمونه او د مهماتو يوه اندازه ترلاسه شوې ده. د دغو کسانو د هويت، جنايي مخينې او عدلي معاينې بهير هم روان دی.

 

د بنو د پوليسو مشر، کېپټن (ر) محمد فرقان بلال، ويلي دي چې د وژل شويو کسانو د پېژندنې چارې دوام لري او له بشپړې تصديق وروسته به نور جزئيات هم خپاره شي.

 

بلخوا، د خیبر پښتونخوا د پوليسو مشر ذوالفقار حميد او د سي ټي ډي اضافي مشر په دې عملياتو کې د سي ټي ډي د سواټ ډلې او پوليسو د کړنو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به د وسله والو پر ضد عمليات دوام ولري.

 

تر اوسه د دې عملياتو په اړه د خپلواکو سرچينو يا د وسله والو له لوري کوم غبرګون نه دی خپور شوی.