د افغانستان د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې امنیتي ځواکونو د غني خېلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور کسان له ۴۴ زره او ۳۷۶ دانو زیکپ ګولیو، ۲۸ کیلوګرامه چرسو، ۲۰ کیلوګرامه تریاکو او یوه میله کلاشینکوف سره نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه کسان ،د جولایۍ په ۱۶مه، د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې لاس په لاس نیول شوي او له هغوي څخه یاد نشي توکي او وسله ضبط شوي دي.
چارواکي وایي، نیول شویو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له قانوني اجراتو او بشپړو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ټینګار کړی دی چې د نشي توکو د قاچاق، پېر او پلور پر وړاندې به خپلې کشفي او امنیتي هڅې لا جدي او دوامدارې وساتي.


شال نیوز