د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې د بکاخېلو په سیمه کې د پاکستان جنګي الوتکو بمباري کړې ده. چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې د وسله والو د مشکوک پټنځایونو په نښه کولو هڅه شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وایي، بمباري ،د جولایۍ په ۱۶مه، د نرمي خېل، سردي خېل او تختي خېل په سیمو کې شوې ده. د دوي په وینا، په تختي خېل کې د بمبارۍ له امله یو سرکاري کالج زیانمن شوی دی.
عسکري سرچیني دعوه کوي چې یاد کالج وسله والو نیولی و او د خپل کمپاونډ په توګه یې کاراوه، خو تر اوسه د دې دعوه خپلواکه تایید نه دی شوی.
د سیمي اوسېدونکي ،غازي وزیر، شال نیوز ته وویل، چې د سهار له وخته یې د پرله پسې زورورو چاودنو غږونه اورېدل او په هوا کې یې جنګي الوتکې لیدلې. هغه وویل، د دوي کور ته نږدې سرکاري کالج د بمبارۍ هدف ګرځېدلی دی.
یو بل اوسېدونکي، تاجالدین، وویل چې چاودنې دومره زورورې وې چې غږ یې د اوږدې مودې لپاره اورېدل کېده او له سیمي لوګي پورته کېدل. د هغه په وینا، د راپور تر چمتو کېدو پورې، جنګي الوتکې لا هم په هوا کې ګرځېدې او د امنیتي وضعیت له امله خلک اغېزمنو ځایونو ته نه شي تللی. هغه زیاته کړه چې تر اوسه نه د ژغورنې ادارې او نه هم نور حکومتي چارواکي سیمي ته رسېدلي دي.
تر اوسه د دې بمبارۍ له امله د مرګ ژوبلې په اړه کوم رسمي راپور نه دی خپور شوی. تېره اوونۍ هم د همدې سیمي د یوه تعلیمي ادارې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه، چې پکې یو شمېر وسله وال د ودانۍ دننه لیدل کېدل. د دغې ویډیو د ځای او وخت خپلواکه تصدیق نه دی شوی.
د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې د تېرو دوو لسیزو ناامنۍ او پوځي عملیاتو پر مهال سلګونه ښوونځي او کالجونه زیانمن یا وران شوي دي. د ځايي سرچینو په وینا، تېر کال هم په بکاخېلو کې د بمبارۍ پر مهال د پخواني صوبايي وزیر ملک شاه محمد خان حجره او یو ښوونځی زیانمن شوي وو.


عدنان بېټنی