د خیبر پښتونخوا د کوز دیر ضلعې د لړم درې او خل ترمنځ د حیدري ټاپ په غرنۍ سیمه کې ،د جولایۍ په ۱۵مه، د پولیسو د لټون عملیاتو پر مهال د وسله والو سره نښته شوې، چې په ترڅ کې یې درې پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، پولیسو د وسله والو د موجودیت د راپورونو له ترلاسه کېدو وروسته په حیدري ټاپ او شاوخوا سیمو کې د لټون او هدفي عملیات پېل کړي وو، چې د عملیاتو پر مهال پرې وسله والو برید وکړ. ورپسې څو ساعته سخته نښته روانه وه.
سرچینې وایي، چې وژل شوي پولیس سرتیري د تیمرګرې مرکزي روغتون کې د درملنې لاندې دي، په داسې حال کې چې د وژل شویو پولیس سرتیرو ،بخت بلند، ریاض خان او محب الله، جنازه د کوز دیر پولیس لاین کې ترسره شوې ده.

ځايي اوسېدونکي دعوه کوي چې د نښتې پر مهال وسله والو د پولیسو درې موټرې هم سوځولي دي، خو د دې دعوې په اړه تر اوسه د پولیسو له خوا رسمي تایید نه دی شوی.
د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. امنیتي سرچینپ وایي، په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.


شال نیوز