کوټې ته نږدې د هرنايي ضلعې د شابان په غرنۍ سيمه کې د څلورو تښتول شويو امنيتي سرتېرو مړي موندل شوي دي. د پوليسو په وينا، د وژل شويو مړي ،د جولایۍ په ۱۵مه، د لټون د عملياتو پر مهال ترلاسه شوي او د نورو قانوني چارو لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

چارواکي وايي، په وژل شويو کې د هوايي ډګر د امنيتي ځواک موجوده انسپکټر زبير احمد شاهوانی، د ترهګرۍ ضد ادارې پخوانی سرتېری سيد خليل الرحمن، د پاکستان پوځ پخوانی حوالدار محمد صادق او د پوليسو موجوده سرتېری فريد احمد شامل دي.

 

د راپورونو له مخې، انسپکټر زبير احمد شاهوانی او سيد خليل الرحمن د جون پر ۲۱مه د کوټې د جناح ټاون له کلي برات سيمي څخه تر وتلو وروسته لادرکه شوي وو. پوليس سرتېری فريد احمد او پخوانی حوالدار محمد صادق بيا د جولایۍ پر پنځمه د زيارت ضلعی د منګي ډیم له سيمي د وسله والو له خوا تښتول شوي وو.

 

چارواکي وايي، څلور واړه په ډزو وژل شوي او داسې ښکاري چې له وژل کېدو څو ورځې وروسته د شابان په غرنۍ سيمه کې غورځول شوي وو. د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره  پلټنې روانې دي.

 

د دغو مړو موندل په داسې حال کې شوي دي چې د زيارت د منګي ډیم پر پوليسو پوستې له خونړي بريد وروسته د پاکستان پوځ، سرحدي ځواکونو او پوليسو ګډ شعبان عمليات پېل کړي دي. د دغو عملياتو هدف د وسله والو پر ضد اقدامات بلل شوي دي.

 

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دغو څلورو امنيتي سرتېرو د وژنې مسؤليت نه دی منلی. پوليس وايي، د پېښې پلټنې دوام لري او په سيمه کې د لټون عمليات هم روان دي.