د کوز سویلي وزيرستان د واڼا تحصيل د کړي کوټ په سيمه کې د جنان کوټ پر هغه سکول، چې د امنيتي ځواکونو له خوا د پوستې په توګه کارېده، د جولایۍ د ۱۵مې او ۱۶مې ترمنځ د شپې ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې شپږ پوليس او درې ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
د ژغورنې ادارې چارواکو ويلي دي، چې له چاودنې وروسته د مرستې عمليات سمدستي پېل شول او ټپيان د لومړنۍ درملنې وروسته د واڼا ضلعې مرکزي روغتون ته ولېږدول شول. د ضلعې مرکزي روغتون د معلوماتو له مخې، په ټپي شويو پوليسو کې نسيم الله، رحمت الله، مزمل نديم خان، عثمان، ابوبکر او زمان شامل دي.
د روغتون د چارواکو په وينا، په ټپي شويو ولسي وګړو کې شمس الدين، سليمان او د سليمان دوتاني مېرمن شامل دي، چې روغتيايي حالت يې تر درملنې لاندې دی.

چارواکي وايي، د چاودنې له امله نږدې جامع جومات ته هم زيان اوښتی او د چت يوه برخه يې نړېدلې ده. همدارنګه د کړي کوټ بازار يو شمېر دوکانونه زيانمن شوي او مالي تاوانونه ورته اوښتي دي.
له بريد وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي. چارواکي وايي، د بريد د څرنګوالي او انګېزې په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسؤليت نه دی منلی.


ظفر وزير