د سوات په تحصیل کبل کې د پاکستاني پوځي سرتېرو او پولیسو له خوا د هېواد ضد عناصرو پر ضد ګډ لټونیز عملیات ترسره شوي دي.
د سوات د پولیسو ویاند ،د جولایۍ په ۱۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دغه عملیات د سوات د پولیسو مشر (ډي پي او) محمد عمر خان په مشرۍ ترسره شول. په عملیاتو کې د پاکستاني پوځي سرتېرو، سوات پولیسو، ایلیټ ځواک، د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي)، د بم شنډولو ډلې (بي ډي اېس)، ځانګړې څانګې (ډي اېس بي) او د سیمي یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
د خبرپاڼې له مخې، عملیات د کبل تاڼې اړوند په قلاګۍ، جکړ بابا او شاوخوا غرنیو سیمو کې ترسره شول. امنیتي ځواکونو د ورانکارو احتمالي پټنځایونه وپلټل او د سیمي له مشرانو سره یې هم لیدنې وکړې. چارواکو له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو کسانو او فعالیتونو په اړه له پولیسو سره همکاري وکړي.
د سوات د پولیسو مشر محمد عمر خان ویلي دي، چې د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره به د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې دا ډول لټونیز عملیات دوام ولري. د هغه په وینا، د دغو عملیاتو موخه د اوسني امنیتي وضعیت په رڼا کې د ټولنې ضد او جرمي عناصرو مخنیوی او د هغوي پر فعالیتونو کلکه څارنه ده.
هغه زیاته کړه، هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د قانون واکمني وننګوي یا د سیمي د امن او نظم د ګډوډولو هڅه وکړي. د هغه په وینا، سوات پولیس به د پاکستاني پوځ او نورو قانون پلي کوونکو ادارو په همکارۍ د امن د ګډوډوونکو پر ضد خپلو عملیاتو او قانوني اقداماتو ته دوام ورکړي.


عصمت علي اخون