د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې د شلوزان تنګي په سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د امنيتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی، چې له امله یې اووه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

 

د پوليسو سرچينو ويلي دي، چې بريد ،د جولایۍ د ۱۴مې او ۱۵مې، شپې ترمنځ د شلوزان تنګي په سيمه کې شوی او ټپيان سمدستي د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د روغتون د سرچينو په وينا، په ټپيانو کې حوالدار سيد بار، سپاهي سيد غلام، سپاهي عارف تاج، حوالدار مختيار، سپاهي ارشد او سپاهي شاه حسين شامل دي. د اووم ټپي نوم تر اوسه نه دی څرګند شوی.

 

د پوليسو د معلوماتو له مخې، له بريد وروسته امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات پېل کړل. چارواکي دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې څو بريدګر وژل شوي او ټپيان شوي دي. د دوي په وينا، بريدګرو د شاتګ پر مهال د خپل يوه ملګري مړی د پېښې په ځای کې پرېښود او وتښتېدل.

 

چارواکي وايي، په سيمه کې د لټون عمليات روان دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د بريد مسؤليت نه دی منلی او د بريدګرو د مرګ ژوبلې په اړه هم خپلواکه تایید نه دی شوی.