د خیبر پښتونخوا د نوښار په کرنل شیر خان انټرچېنج کې د چینايي وګړو د امنیت لپاره ګومارل شوې د پولیسو امنیتي ساتونکې ډله د یوې ترافیکي پېښې ښکار شوې، چې له امله یې یو پولیس سرتېری مړ او څلور نور سخت ژوبل شوي دي.

 

د اکوړه خټک ډي اېس پي عدنان اعظم ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ په ۱۵مه، هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ډلې پولیس موبایل د یوې شخصي موټر د ژغورلو هڅه کوله، خو خپله له ټکر سره مخ شو.

 

د چارواکو په وینا، د امنیتي ډلې مشر، هیډ کانسټبل فهیم خان، د پېښې په ځای کې مړ شوی دی. پولیس وایي، د موبایل چلوونکی کانسټبل فواد خان او درې نور پولیس سرتېري هم په دې پېښه کې سخت ژوبل شوي دي.

 

د موټروې پولیسو، اېف ډبليو او او ریسکیو ۱۱۲۲ د ژغورنې ډلو د شهید جسد او ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره د مردان طبي کمپلېکس ته لېږدولي دي. بل لور ته د مردان ډي ایي جي د پېښې ځای ته رسېدلی او د پېښې د علتونو د معلومولو لپاره یې د پلټنو لارښوونه کړې ده.

 

پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې د چینايي وګړو کاروان له کوم ځایه روان و او یا یې منزل څه و. لومړني معلومات ښيي چې دا یوه ترافیکي پېښه وه.