د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خیبر پښتونخوا په ۲۳ ضلعو کې د بلدیاتي ټاکنو د نېټې اعلان ځنډولی او ویلي یې دي چې له صوبايي حکومت سره به د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره نورې قانوني او انتظامي مشورې کوي، او له هغې وروسته به د ټاکنو د نېټې په اړه وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

 

دا پرېکړه ،د جولایۍ په ۱۴مه، د چیف الېکشن کمېشنر ،سکندر سلطان راجا، په مشرۍ د ټاکنو کمېشن په غونډه کې وشوه. په غونډه کې د خیبر پښتونخوا چیف سېکرټري، د بلدیاتو سېکرټري، د صوبايي ټاکنو کمېشنر او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی و.


 



ټاکنو کمېشن ویلي دي، چې د پاکستان د اساسي قانون د ۱۴۰-ای مادې له مخې د بلدیاتي ادارو جوړول یو اییني مسؤلیت دی، او د ټاکنو د قانون له مخې باید د بلدیاتي ادارو د مودې تر پای ته رسېدو وروسته په ۱۲۰ ورځو کې نوې ټاکنې وشي.

 

د غونډې پر مهال د خیبر پښتونخوا چارواکو کمېشن ته ویلي دي چې په ټولو ۲۳ ضلعو کې د انتخاباتي حلقه بندۍ کار بشپړ شوی او د ټاکنو لپاره نورې تیارۍ هم نیول شوې دي، خو د ځینو قانوني او انتظامي چارو په اړه لا هم د صوبايي حکومت او ټاکنو کمېشن ترمنځ مشورې روانې دي.

 

ټاکنو کمېشن له صوبايي حکومته غوښتي چې د صوبايي کابینې اړوند پرېکړې او نور ضروري اسناد دې هم ورسره شریک کړي، څو د ټاکنو د اعلان لپاره پاتې قانوني چارې بشپړې شي.

 

ټاکنو کمېشن ویلي دي، چې له نن څخه به د راتلونکو ۱۵ ورځو لپاره مشورې دوام ولري او له هغې وروسته به د خیبر پښتونخوا په ۲۳ ضلعو کې د بلدیاتي ټاکنو د نېټې اعلان په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.