د امریکا او ایران ترمنځ جګړه نن ،د جولایۍ په ۱۴مه، یو ځل بیا سخته شوې ده. د امریکا پوځ د پرله ‌پسې درېیمې شپې لپاره پر ایران تازه هوايي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې ایران د امریکا او د هغې د متحدینو پر پوځي او سمندري هدفونو د غچ اخیستونکو بریدونو دعوه کړې ده.

 

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي دي، چې د وروستیو عملیاتو پر مهال یې د ایران د توغندیو، بې‌ پیلوټه الوتکو، هوايي دفاع، رادارونو، پوځي مخابراتو او سمندري ځواکونو اړوند مرکزونه په نښه کړي دي. د امریکايي چارواکو په وینا، د دغو بریدونو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې په هرمز تنګي کې نړیواله بېړۍ چلونه او په سیمه کې امریکايي ځواکونه ګواښي.

 

د ایران سپاه پاسداران ویلي دي، چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا پر یوې هوايي اډې بالستیک توغندي توغولي دي. د اردن پوځ ویلي دي، چې څو توغندي یې د خپل هوايي حریم له ننوتلو وروسته شنډ کړي او امنیتي ځواکونه یې د بشپړ چمتووالي په حالت کې دي.

 

د ایران د وروستیو بریدونو اغېز یوازې اردن پورې محدود نه دی. ایران دعوه کړې چې په بحرین کې یې د امریکايي ځواکونو اړوند هدفونه هم په نښه کړي او په هرمز تنګي کې یې پر دوو نفت وړونکو بېړیو بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.

 

په ورته وخت کې قطر، کوېت، عمان او بحرین هم امنیتي تدابیر سخت کړي دي. د دغو هېوادونو چارواکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې یې د ایران ګڼ توغندي او بې‌ پیلوټه الوتکې د هوايي دفاع په وسیله شنډې کړې دي او د خپلو پوځي اډو او حیاتي تاسیساتو ساتنه یې نوره هم پیاوړې کړې ده.

 

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې واشنګټن د ایران پر سمندري تګ راتګ خپل بندیزونه بیا عملي کوي او د هرمز تنګي د امنیت لپاره به پوځي حضور زیات کړي. ایران بیا دا اقدام د نړیوالو اصولو خلاف بولي او وایي، چې د هرمز تنګي امنیت د سیمي د ساحلي هېوادونو مسؤلیت دی.

 

د جګړې له نوي پړاو سره د نړۍ د نفتو بیې هم لوړې شوې دي او نړیوال بازارونه د انرژۍ د لېږد په اړه اندېښمن شوي، ځکه د نړۍ د نفتو یوه لویه برخه د هرمز تنګي له لارې نړیوالو بازارونو ته رسېږي.

 

سیاسي شنونکي وایي، که د واشنګټن او تهران ترمنځ روان پوځي کړکېچ زر مهار نه شي، نو جګړه ښیي د منځني ختیځ نورو هېوادونو ته هم وغځېږي او د سیمي امنیت او نړیوال اقتصاد له لا جدي ګواښ سره مخ کړي.