د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د جهانګیري اړوند د خاورۍ په کلي کې د سخت طوفاني باران او باد له امله د یو کور دېوال نړېدلی، چې له امله یې یو کم عمره ماشوم مړ شوی دی.

 

د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۱۳مه، د شپې هغه مهال رامنځته شوه چې د ،فضل، په نوم د یوه اوسېدونکي د کور دېوال د سخت باد او باران له امله راولوېد او د هغه شاوخوا اته کلن زوې تر ملبې لاندې شو.

 

ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم یې د نوښار ډله سیمي ته ورسېده، ټپي ماشوم ته یې لومړنۍ طبي مرستې برابرې کړې او وروسته یې د نورو درملنو لپاره د نوښار قاضي کمپلېکس روغتون ته ولېږداوه، چرته چې ماشوم د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړل.