د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په کوزه برخه کې د کرم سیند پر غاړه د کوچي، توت پیاله او شورکو سیمو ترمنځ د اوږدې مودې راهیسي د ګډو ځمکو پر سر د روانې لانجې د هواري او سیمه ‌ییز امن د ټینګښت لپاره ،د جولایۍ په ۱۳مه، یوه ځانګړې جرګه شوې ده.

 

په غونډه کې د سیمي قامي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو، د فرنټیر کور سیمه‌ ییز قوماندانو، ضلعي چارواکو او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

 

د جرګې د اعلامیې له مخې، ګډونوالو د توت پیاله، شورکو او کوچي کلیو ترمنځ د ګډو ځمکو پر سر د اوږدې مودې راهیسي روانې شخړې، د متقابلې همکارۍ، د دوامدار امن، د قانون د واکمنۍ او ټولنیزې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

 

چارواکو په جرګه کې ټینګار کړی، چې سیمه‌ ییزې شخړې باید مذهبي یا فرقه‌ ییز رنګ وانه خلي، ځکه ،د دوي په وینا، کرمه یوه حساسه سیمه ده او د دې ډول مسایلو ناسم تعبیر د لویو ستونزو لامل کېدی شي.

 

اعلامیه زیاتوي، چې له دواړو لوریو غوښتل شوي، چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې هوار کړي، د ورورولۍ فضا وساتي او د قانون واکمني ته ژمن پاتې شي.

 

د جرګې د پرېکړې له مخې، دواړو خواوو د ګډ تفاهم پر بنسټ د شخړې د سوله‌ ییز حل هوکړه منلې او ژمنه یې کړې ده، چې په راتلونکي کې به د ورته پېښو د مخنیوي، متقابل باور، ټولنیزې همغږۍ او دوامدار امن لپاره ګډې هڅې کوي. جرګه د سیمي د تلپاتې امن، ثبات او سوکالۍ په دعا پای ته ورسېده.