د سوات د ملم جبې عوامي جرګې ویلي دي، چې د مالاکنډ ډویژن پر ولس د ټیکسونو لګول د منلو وړ نه دي او دوي د سیمي د تلپاتې امن او ثبات غوښتنه کوي. د جرګې میاشتنۍ غونډه ،د جولایۍ په ۱۲مه، د ملم جبې د «کوو» په سیمه کې ترسره شوه، چې پکې د کور کمېټۍ غړو، قامي مشرانو او ګڼ شمېر سیمه‌ ییزو اوسېدونکو ګډون کړی و.

 

غونډې ته ویناوالو وویل، چې د سیمي د امن او نظم ساتل د ټولو ګډ مسوولیت دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د سیمي سوله او امنیت ګډوډ کړي. دوي د سوات له سترې ولسي جرګې، «سوات قامي جرګې»، سره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره به ورسره هر ډول همکاري کوي.

 

د جرګې ګډونوالو یو ځل بیا د مالاکنډ ډویژن پر خلکو د ټیکسونه لګولو مخالفت څرګند کړ او ویې ویل چې دا ډول ټیکسونه نه مني. هغوي د قامي او صوبایي اسمبلۍ له غړو وغوښتل چې په پارلمانونو کې د اساسي قانون د تعدیل له لارې د مالاکنډ ډویژن ځانګړی اییني حیثیت بېرته بحال کړي، څو د سیمي خلک د اضافي ټیکسونو بار له اغېزو وژغورل شي.

 

په غونډه کې د سیمي پر نورو ولسي ستونزو هم مفصل بحث وشو. د جرګې د کور کمېټۍ غړو د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د راتلونکو چارو لپاره یې خپله کاري تګلاره له ګډونوالو سره شریکه کړه.

 

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ولسي ستونزو د حل، د پرېکړو د عملي کولو او له اړوندو ادارو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره به ځانګړې کمېټه خپل کار ته دوام ورکوي.