د ټانک ضلعې د جنډولې پر سړک، د مشه جان بنګلې سره نږدې، د پولیسو پر زغره وال ګاډي د سړک غاړې د ښخ شوي ماین چاودنه شوې چې له امله یې دوه پولیس سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۱۳، هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو زغره وال ګاډی په سیمه کې په عادي ګزمه بوخت و. چارواکي وایي، په چاودنه کې د پولیسو اسسټنټ سب انسپکټر فریدالله او سپاهي اختر زمان په ځای وژل شوي دي.
پولیس وایي، سپاهي عبدالمالک او سپاهي قدرت الله په چاودنه کې ټپیان شوي او د لومړنیو طبي مرستو لپاره د ټانک ضلعي مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته پولیس او نور امنیتي ځواکونه سیمي ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړي دي. د پولیسو په وینا، د چاودنې د څرنګوالي او نورو اړخونو پلټنې روانې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او چارواکو هم د بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا، تر دې پېښې لږ وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور خپور شوی و چې پکې دعوه کېده ګواکې د لکي مروت پولیسو مولوي قیصر مروت، چې د دلګي په نوم هم پېژندل کېږي، نیولی دی. خو د دې دعوې خپلواکه او رسمي تایید ونه شو.
وروسته مولوي قیصر مروت په خپل ټولنیز رسنیز حساب خپور کړي پیغام کې د خپلې نیول کېدو دعوه رد کړه او ویې ویل چې دا خبر ناسم دی. د هغه د دې دعوې په اړه هم تر اوسه د پولیسو یا بلې رسمي ادارې له خوا کوم جلا بیان نه دی خپور شوی.


عدنان بېټنی