د ټانک، بر سویلي وزیرستان او کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیو ،د جولایۍ په ۱۳مه، د ۱۴۴مې دفعې لاندې د سهار له ۶ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې په بېلابېلو سیمو کې ګرځبندیز نافذ کړی او د خلکو پر تګ راتګ یې بندیز لګولی دی.

 

د ضلعي انتظامیو په جلا جلا خبرپاڼو کې ویل شوي دي، چې دا پرېکړه د امنیتي ادارو په سپارښتنه شوې او موخه یې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ خوندي کول او د سیمي امنیت ساتل دي.

 

د ټانک ضلعي انتظامیې د خبرپاڼې له مخې، د ټانک - جنډوله سړک، ټانک - وارسک سړک، د ګومل زم بند پر لور ځیني لارې او د ببرې بازار به د ورځې تر پایه تړلي وي.

 

په کوز سویلي وزیرستان کې د واڼا، تیارزه، کراب کوټ، عزیز اباد چوک، توې خوله او ګل کوچ په ګډون پر یو شمېر لارو د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

 

همدارنګه په بر سویلي وزیرستان کې د سروکۍ او سراروغه سب ډویژنو اړوند د مکین، لدها، سپینکۍ، رغزۍ، شین ورسک، ملایي خان سرای، چغملۍ او یو شمېر نورو سیمو پر لارو هم ګرځبندیز نافذ شوی دی.

 

د خبرپاڼو له مخې، یوازې امنیتي ادارو، امبولانسونو، اوروژنې ادارو او هغو کسانو ته به د تګ راتګ اجازه وي چې د اړوندو چارواکو ځانګړې اجازه ورسره وي.

 

چارواکو له خلکو غوښتي دي چې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، د امنیتي ځواکونو له کاروانونو خوندي واټن وساتي او د ضلعي انتظامیې لارښوونې عملي کړي.

 

په خبرپاڼو کې ویل شوي دي، د ۱۴۴مې دفعې له حکم څخه سرغړوونکي به د قانون له مخې له قانوني کارروایۍ سره مخ کېږي.