د بر سویلي وزیرستان ضلعې په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د مکین تحصیل کې، د لشمینیا ناروغۍ د پېښو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي. ځايي اوسېدونکي وايي، ماشومان، ښځې او نارینه په دې ناروغۍ اخته کېږي او له حکومته غواړي چې د مخنیوي او درملنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
ځايي سرچینو او اغېزمنو کورنیو ،د جولایۍ په ۱۲ ویلي دي، چې په وروستیو اوونیو کې د لشمینیا ناروغانو شمېر په چټکۍ زیات شوی دی. د دوي په خبره، د شګو میاسو (ماشو) د چیچلو پېښې هم ډېرې شوې دي، چې د لشمینیا د خپرېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.
د روغتیايي معلوماتو له مخې، لشمینیا د مخ، لاسونو او د بدن پر نورو لوڅو برخو کې په پوستکي زخمونه جوړوي. که پر وخت یې درملنه ونه شي، دا زخمونه دایمي داغونه پرېږدي، چې په ځانګړي ډول د ماشومانو پر روغتیا او رواني وضعیت منفي اغېز کولی شي.
ځايي اوسېدونکي دعوه کوي چې د ضلعې په دولتي روغتونونو، کلیوالي روغتیايي مرکزونو او بنیادي روغتیايي مرکزونو کې د لشمینیا د درملنې لپاره اړین درمل، انجکشنې او نورې طبي اسانتیاوې کمې دي، چې له امله یې ناروغان پر وخت درملنه نه شي ترلاسه کولی.
بلخوا، یو شمېر ټولنیزو، ولسي او قبایلي مشرانو دا وضعیت د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ بللی او د خیبر پښتونخوا د روغتیا له چارواکو، د ډیره اسماعیل خان ډویژن له کمشنر او د بر سویلي وزیرستان د روغتیا له مسؤلینو یې غوښتي چې سیمي ته زر تر زره طبي ډلې واستوي، روغتیايي مرکزونو ته د لشمینیا اړین درمل او سامان ورسوي او د شګو میاسي د له منځه وړلو لپاره د سپرې، مخنیوي او عامه پوهاوي ځانګړي کمپاینونه پېل کړي.
د سیمي اوسېدونکي خبرداری ورکوي چې که پر وخت اغېزمن اقدامات ونه شي، ښیي دا ناروغي نورو سیمو ته هم خپره شي او د عامې روغتیا لپاره لا لویه ستونزه رامنځته کړي.
تر اوسه د خیبر پښتونخوا د روغتیا وزارت او د بر سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیه د دغو دعوو په اړه څه نه دي ویلي.


ظفر وزير