د پاکستان پوځ، ایف سي بلوچستان او پولیس دعوه کوي چې په بلوچستان کې د «شعبان» په نوم د وسله والو پر ضد روانو ګډو عملیاتو کې د جولایۍ له پنځمې نېټې راهیسي د وژل شویو وسله والو شمېر ۱۰۵ ته رسېدلی دی. د امنیتي سرچینو په وینا، په دې شمېر کې د «عملیات شعبان» ترڅنګ نور استخباراتي عملیات هم شامل دي.

 

امنیتي سرچینو ،د جولایۍ په ۱۲مه، ویلي دي چې په وروستیو هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې درې نور وسله وال هم وژل شوي دي. د دوي په خبره، له دې سره یوازې په «عملیات شعبان» کې د وژل شویو وسله والو شمېر ۶۷ ته لوړ شوی دی.

 

د سرچینو په وینا، عملیات د پاکستان پوځ، ایف سي بلوچستان او بلوچستان پولیسو له خوا په ګډه د صوبې په بېلابېلو سیمو کې روان دي او لا هم دوام لري.

 

د پاکستان امنیتي ادارې په خپلو بیانونو کې دغه وسله وال د «فتنه الخوارج» په نوم یادوي، هغه اصطلاح چې پاکستاني چارواکي یې عموماً د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لپاره کاروي. خو په دې وروستۍ خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې وژل شوي کسان په مشخص ډول له کومې وسله والې ډلې سره تړاو لري.

 

همدارنګه، امنیتي سرچینو د وژل شویو کسانو نومونه، پېژندګلوي او تابعیت نه دی په ډاګه کړی. په خپرو شویو معلوماتو کې د ټپیانو، نیول شویو کسانو او یا هم د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

 

عملیات «شعبان» د جولایۍ په پنځمه وروسته له هغه پېل شول چې د زیارت د منګي ډېم په سیمه کې پر یوه امنیتي پوسته له برید وروسته پاکستاني چارواکو د پراخو پوځي او استخباراتي عملیاتو اعلان وکړ. د پاکستان حکومت وایي، د دغو عملیاتو موخه په سیمه کې د وسله والو پر ضد اقدامات او د امنیت ټینګول دي.

 

تر اوسه خپلواکو سرچینو د امنیتي ادارو دغه  دعوې نه دي تایید کړې، او هېڅ یوې وسله والې ډلې هم د دغو عملیاتو او د امنیتي سرچینو د دعوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.