د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د جنډولې سب ډویژن د خیسرای او سورغر سیمو د بېټني قام سترې جرګې په ملکي ابادیو د شیلنګ او روانو پوځي عملیاتو غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې د عامو خلکو پر ضد دې د ځواک کارول او شیلنګ سمدستي ودرول شي.
دغه جرګه د یکشنبې په ورځ، د جولایۍ پر ۱۲مه، په جنډوله کې وشوه چې پکې د بېټني قام لسګونو سیاسي، ټولنیزو او قامي مشرانو ګډون کړی و.
د جرګې ګډونوالو وویل چې د خیسرای او سورغر په سیمو کې له تېرو څلورو ورځو راهیسي غیر اعلانیه پوځي عملیات روان دي. د ځايي سرچینو په وینا، په عملیاتو کې له هیلي کاپټرو هم ډزې شوې دي، چې له امله یې خلک له وېرې او اندېښنې سره مخ شوي او ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
خیسرای د جنډولې شمال ته شاوخوا ۲۶ کیلومتره لرې، د شمالي او سویلي وزیرستان پر پوله پرته وروسته پاتې سیمه ده، چې ډېر اوسېدونکي یې د مزدورۍ او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي.
د جرګې پر مهال د ټانک ضلعي انتظامیې استازو شال نیوز ته وویل، چې له قامي مشرانو سره خبرې شوې دي او د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره به له سبا وروسته د خوړو او نورو اړینو اسانتیاوو له برابرېدو سره د ستنېدو بهیر پېل شي. د دوي په وینا، د دې لپاره یوه ګډه کمېټه هم جوړه شوې چې له پوځي او ملکي چارواکو سره به خبرې پر مخ وړي.
جرګې ته په وینا کې ملک اکبر علي وویل، چې د سیمي خلک له تېرو دوو لسیزو راهیسي د جګړو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د جګړو له امله کاروبارونه زیانمن شوي، ځوانان وژل شوي او خلک څو ځله بې ځایه شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دوي یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د هېواد د نورو سیمو په څېر دې دوي ته هم امن، ثبات او د پرمختګ فرصتونه ورکړل شي.
ملک رفعت الله وویل، د خیسرای خلک وخت ناوخت بې ځایه کېږي او بیا خپلو سیمو ته ستنېږي، خو دا وضعیت نور د زغملو نه دی. نوموړي ټینګار وکړ چې دا یوازې د خیسرای نه، بلکې د ټول بېټني قام ګډ دریځ دی او دوي د ملکي وګړو د بې ځایه کېدو او پر هغوي د زور کارولو مخالفت کوي.
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړي سلاکار د تخنیکي او مسلکي زده کړو په چارو کې، عثمان خان بېټني، هم جرګې ته په وینا کې د ملکي سیمو شیلنګ وغنده. هغه وویل، چې د سیمي خلک به یوازې پرې نه ږدي او له اړوندو چارواکو یې وغوښتل چې د ملکي وګړو د ژوند او مال خوندیتوب یقیني کړي. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو د حقونو لپاره به په هره کچه خپل غږ پورته کوي.
بلخوا، ضلعي انتظامیې ویلي دي، که روانې خبرې اترې بریالۍ شي، نو د بې ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو لړۍ به پېل شي.
په همدې حال کې د جرګې غړي ملک اکبر علي وویل، د عثمان خان بېټني په مشرۍ یوه ګډه کمېټه جوړه شوې چې د بېلابېلو قبیلو استازي پکې شامل دي. د هغه په وینا، که د جرګې غوښتنو ته پام ونه شي، نو د راتلونکو ګامونو اعلان به وکړي.


عدنان بېټنی