په کوز سویلي وزیرستان کې باوري سرچيني دعوه کوي چې د واڼا ډي اېچ کيو روغتون، چې د مرف (ایم اي ار ایف) ادارې له خوا چلول کېږي، هر کال د صوبايي حکومت له خوا شاوخوا ۴۷ کروړه روپۍ مالي فنډونه ترلاسه کوي، خو بيا هم په روغتون کې د يو شمېر مهمو څانګو ماهر ډاکټران او ضروري طبي اسانتياوې نشته.
د سرچينو په وينا، په روغتون کې نیفرولوجسټ، یورولوجسټ، رېډیولوجسټ، اې اېن ټي سپېشلسټ او انستیزیا سپېشلسټ نشته. سرچيني وايي، د انستیزیا څانګې چارې دا مهال يو جنرل سرجن پر مخ وړي، او د ډایلاسز څانګه هم د نیفرولوجسټ پر ځای د يو میډیکل سپېشلسټ تر څار لاندې روانه ده.
د سرچينو په خبره، د امیجنګ مشین له څو کلونو راهيسي خرابه پرته ده، چې له امله يې د ټراما او ترافيکي پېښو ناروغان نورو ضلعو ته استول کېږي. دوي زياتوي، د ډایلاسز له ماشينونو يوازې دوه فعال دي، چې له امله يې ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.
سرچيني دوعوه کوي چې روغتون ته د ماهرو ډاکټرانو د نه راتګ او نه پاتې کېدو يو لامل د روغتون د مشر، کرنل جان، چلند دی. د دوي په وينا، د روغتون پخوانی یورولوجسټ ډاکټر اکرام، چې د ډي اېم اېس دنده يې هم ترسره کوله، د لاپروسکوپي اپرېشنونو د پېل غوښتنه کړې وه، خو وروسته ترې وضاحت وغوښتل شو او په پای کې يې دنده پرېښوده.
سرچيني زياتوي، څو ورځې وړاندې له ډاکټر عابد انور څخه هم د يوې معمولي اداري موضوع په اړه وضاحت غوښتل شوی و. د سرچينو په وينا، ماهر ډاکټران هم د برېښنا له کمښت سره مخ دي او د ورځې يوازې درې ساعته برېښنا لري، سره له دې چې ایکسپرېس لاین موجود دی.
سرچيني دا هم دعوه کوي چې د روغتون اداره تر ډېره په رسمي دورو او فوټو سېشنونو بوخته وي. د دوي په خبره، کله چې کوم چارواکی يا بااثره شخص روغتون ته ورځي، د روغتون د ادارې له خوا ورته پروتوکول ورکول کېږي، خو د روغتون اساسي ستونزې پر خپل ځای پاتې وي. سرچيني د بېلګې په توګه د قامي اسمبلۍ د غړي زبير خان وروستی سفر يادوي او دعوه کوي چې هغه يوازې يو فوټو سېشن و.
د سرچينو په وينا، اوس مهال په روغتون کې يوازې میډیکل، سرجیکل، ګاینۍ، لیبر روم او د ماشومانو وارډونه فعال دي، خو ایي سي یو او سي سي یو په ګډون يو شمېر نور وارډونه د سټاف د کمښت له امله تړل شوي دي، چې له امله يې ناروغان نورو ضلعو ته استول کېږي.
سرچيني دا هم دعوه کوي چې د روغتون د لاجسټک افسر بابر او د هغه د ټيم د چلند له امله يو شمېر میډیکل افسرانو، ماهرو ډاکټرانو او ښځینه نرسانو خپلې دندې پرېښې دي.
شال نیوز د دغو دعوو په اړه د مرف ادارې او د واڼا ډي اېچ کيو روغتون له ادارې د دريځ ترلاسه کولو هڅه کوي. که د هغوي رسمي غبرګون ترلاسه شي، نو په همدې پاڼه به خپور شي.


ظفر وزير