د بر سویلي وزيرستان د لدهې تحصيل په محسود سيمه کې د هغه سکول استاد ،محمد نواز، کور ته، چې پرون ،د جولایۍ په ۱۱مه، په يوه مبینه کوادکاپټر برید کې وژل شوی و، د قبایلي دود له مخې د څلورو ګډو په وړاندې کولو ننواتې وشوه.
د سيمي د سرچينو په وينا، په ننواته کې د سيمي مشر ملک عرفان الدين برکي، د لدهې د پوليسو د تاڼې مشر (اېس اېچ او) محمد غفران، د لدهې تحصيلدار محمد نور محسود، د بر سویلي وزيرستان د ضلعي ادارې استازو او يو شمېر نورو قامي مشرانو ګډون کړی و.
وفد د الله جان کوټ کلي ته ورغی، د وژل شوي سکول استاد له کورنۍ سره يې خواخوږي وکړه، د ارواښاد محمد نواز د مغفرت لپاره يې فاتحه ولوستله او له کورنۍ سره يې خپله خواشيني څرګنده کړه.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه ننواته د هغې پېښې په تړاو ترسره شوه چې پکې د سرچينو په وينا، د يوه کور د مبینه ناسم هدف ګرځېدو له امله د سکول استاد محمد نواز ووژل شو او دوه واړه ماشومان ټپيان شول.
د قبایلي دود له مخې، ننواته د خواخوږۍ، بښنې غوښتنې او روغې جوړې د څرګندولو يوه دوديزه لاره ګڼل کېږي. د محمد نواز کورنۍ د قامي مشرانو، پوليسو او ضلعي ادارې له استازو څخه د تعزيت او ننواتې له امله مننه وکړه.
ياده دې وي چې دغه پېښه پرون د بر سویلي وزيرستان د لدهې تحصيل په محسود سيمه کې رامنځته شوې وه. د ځايي سرچينو د دعوې له مخې، په يوه مبینه کوادکاپټر برید کې د سکول استاد محمد نواز وژل شوی او دوه ماشومان ټپيان شوي وو. تر اوسه د دې پېښې په اړه د مسؤلو ادارو رسمي پلټنې يا وروستۍ نتيجه نه ده خپره شوې.


ظفر وزير