په سوات کې د عوامي نېشنل ګوند ذیلي تنظیم پښتون سټوډنټس فیډریشن د سیوري لاندې د مولانا خانزېب د لومړۍ تلین په مناسبت غونډه کې غوښتنه شوې چې د هغه د وژنې شفافې پلټنې دې زر تر زره بشپړې او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د سوات پرېس کلب کې ،د جولایۍ په ۱۱مه، جوړې شوې غونډې ته د ای این پي پخواني ضلعي انتخابي تنظیموونکي سلیم خان، ضلعي کونسلر طیب شاه، د بار ایسوسی ایشن مرستیال صدر حبیب الله اېډوکېټ، د مرکزي شورا غړي افتخار حسین، د ملګري ډاکټرانو پخواني صدر ډاکټر ظاهر شاه، د پي اېس اېف پخواني صدر حارث باچا او عادل حبیب ویناوې وکړې.
ویناوالو وویل چې مولانا خانزېب د سیمي د امن، ثبات او د ځوانانو د روښانه راتلونکي لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې او د هغه شهادت یوه دردناکه پېښه ده. هغوي ټینګار وکړ چې د مولانا خانزېب فکر، پیغام او مبارزه به ژوندۍ ساتي او د هغه مشن به مخته وړي.
ویناوالو زیاته کړه چې د ای این پي مرکزي صدر ایمل ولي خان د اسمبلۍ په فلور د جوډیشل کمېشن د جوړېدو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې کومه پایله د ولس مخې ته نه ده وړاندې شوې، چې له امله یې ولس اندېښمن دی.
هغوي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د مولانا خانزېب د وژنې پلټنې دې منطقي پایلې ته ورسوي، ټول ښکېل کسان دې ونیسي، د قانون له مخې دې سزا ورکړي او د خلکو اندېښنې دې لرې کړي.
د غونډې په پای کې د مولانا خانزېب او د ټولو شهیدانو د ایصال ثواب لپاره ګډه دعا هم وشوه.


عصمت علي اخون