د بنو ضلعي پولیسو د ۴۰ هغو مطلوبو کسانو نوملړ او انځورونه خپاره کړي دي، چې د پولیسو په وینا، په بېلابېلو امنیتي او جنايي قضیو کې مطلوب دي. پولیسو ویلي، د دغو کسانو پر سرونو د ټولټال ۱۵ کروړه او ۸۵ لکه پاکستانیو روپیو انعام هم اعلان شوی دی.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په نوملړ کې شامل کسان د چاودنو، پر امنیتي ځواکونو د بریدونو، د باج اخیستنې، د تاوان لپاره د تښتونو، هدفي وژنو او نورو جدي جرمونو په قضیو کې مطلوب بلل شوي دي.

 

د خپاره شوي نوملړ له مخې، د اختر محمد مشهور په خلیل پر سر تر ټولو لوړ، یو کروړ، روپۍ انعام اعلان شوی دی. د صدر حیات مشهور په سفیان او صادق الله ګربز پر سر ۸۰، ۸۰ لکه روپۍ، او د نصیرالله مشهور په ګیدړ پر سر ۷۰ لکه روپۍ انعام ټاکل شوی دی. په نوملړ کې تر ټولو لږ انعام پنځه لکه روپۍ دی.

 

د بنو د ضلعي پولیسو مشر، کپتان (ر) محمد فرقان بلال، ویلي دي چې د ۴۰ مطلوبو کسانو پر سر د اعلان شویو انعامونو ټولیزه اندازه ۱۵ کروړه او ۸۵ لکه روپیو ته رسېږي. هغه زیاته کړې چې د نورو مطلوبو کسانو پر سر د انعامونو د ټاکلو بهیر هم روان دی او د هغوي نوملړ به هم زر له خلکو سره شریک شي.

 

بنو پولیسو له خلکو غوښتي، چې که د نوملړ د کوم مطلوب کس په اړه معلومات ولري، نو له پولیسو سره دې یې شریک کړي. د پولیسو په وینا، د معلوماتو ورکوونکو هویت به پټ ساتل کېږي او د کره معلوماتو په بدل کې به اعلان شوی انعام ورکول کېږي.

 

پولیسو ویلي، د خلکو همکاري د مطلوبو کسانو په نیولو او د امنیت د ټینګښت لپاره مهمه ده.