د بلوچستان د لورالايي پوليسو په يوه داخلي خبرتيا کي پوليسو ته د هايي الرټ خبرداری ورکړل شوی او ورته ويل شوي دي چې د وسله والو د احتمالي شتون په اړه د ترلاسه شويو استخباراتي اطلاعاتو له امله دې په لورالايي او شاوخوا سيمو کي امنيتي تدابير نور هم سخت کړي.
شال نيوز ته د ترلاسه شوي سند له مخې، چې ،د ۲۰۲۶م کال د جولایۍ د ۱۰مې نېټې دی، پکي ويل شوي دي چې د استخباراتي معلوماتو له مخې شاوخوا شل وسله وال په لسو موټرسايکلونو د لورالايي پر لور روان دي او ښیي پر امنيتي ځواکونو يا مهمو دولتي ودانيو او تاسيساتو د بريد هڅه وکړي.
په خبرتيا کي د پوليسو افسرانو، د تاڼو مسؤلانو او نورو اړوندو امنيتي ادارو ته لارښوونه شوې چې پر اېن - ۷۰ لويه لاره او نورو مهمو لارو امنيتي پوستې او تالاشۍ زياتې کړي، د موټرسايکلونو او شکمنو کسانو پلټنې سختې کړي، ګزمې زياتې کړي او له نورو امنيتي ادارو سره نږدې همغږي وساتي.
په سند کي دا هم ويل شوي دي چې د هر ډول شکمن فعاليت په صورت کي دې سمدستي اړوندو چارواکو ته خبر ورکړل شي او د هر ډول احتمالي بريد د مخنيوي لپاره دي بېړني امنيتي ګامونه واخيستل شي.
شال نيوز د دې خبرتيا يوه کاپي ترلاسه کړې، خو په خپلواکه توګه د دې سند د اصليت او په کي د ورکړل شويو استخباراتي معلوماتو د کره والي پخلی نه شي کولی. د دې خبر تر خپرېدو پورې د بلوچستان پوليسو د دې خبرتيا په اړه کومه رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې.


نعيم اچکزئي