د عوامي نېشنل ګوند مخکښ او د سولې فعال ،مولانا خانزېب، د شهادت لومړی تلین ،د جولایۍ په ۱۰مه، د باجوړ سپورټس کمپلېکس کې د ګڼ شمېر سیاسي مشرانو، ټولنیزو شخصیتونو، د ګوند غړو او ولسي خلکو په ګډون ونمانځل شو. د غونډې ګډونوالو د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پخوانیو قبایلي سیمو د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د امن د ټینګښت غوښتنه یې وکړه.

غونډه د قران کریم په تلاوت، د مولانا خانزېب د بښنې او د درجاتو د لوړوالي په دعا پېل شوه. په دې مراسمو کې د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبايي مشر میا افتخار حسین، صوبايي جنرل سېکرټر حسین شاه یوسفزي، د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار باز، پخوانی د اسمبلۍ غړي بهادر خان، د ګوند د مرکزي کاري کمېټۍ غړي او د مولانا خانزیب ورور شیخ جهانزاده، ضلعي مشر ګل افضل خان، جنرل سېکرټري شاه نصیر خان او ګڼو نورو مشرانو او فعالانو ګډون کړی و.

غونډې ته په وینا کې میا افتخار حسین وویل، چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان امنیتي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. هغه وویل چې په تېرو کلونو کې خلکو څو ځله کډوالۍ کړې، ښوونځي، جوماتونه او نور عامه تاسیسات زیانمن شوي، خو بیا هم ولس د خپلو حقونو او امن لپاره غږ پورته کوي.

د صوبايي اسمبلۍ غړي نثار باز وویل، چې ،د دوي په وینا، په تېرو کلونو کې زرګونه پښتانه او سلګونه قامي مشران، دیني عالمان او سیاسي فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي. هغه دعوه وکړه چې په باجوړ کې دا لړۍ په ۲۰۰۵م کال کې د میا شاه جهان له وژنې وروسته پېل شوه او وروسته یې ګڼ نور مشران هم قرباني شول.

په همدې مراسمو کې د مولانا خانزېب د لیکلې کتاب “متبادل بیانیه” هم مخکتنه وشوه او ګډونوالو د هغه علمي، ادبي، سیاسي او ټولنیزو خدمتونو ستاینه وکړه.

د غونډې په پای کې د مولانا خانزېب مشر ورور او د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کاري کمېټۍ غړي شیخ جهانزاده یوه ګډه اعلامیه ولوستله. په اعلامیه کې ویل شوي وو چې د مولانا خانزېب علمي، ادبي، سیاسي او ملي مبارزه باید راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي، څو د سولې، ورورولۍ او ګډ شعور دود لا پیاوړی شي.

په اعلامیه کې د باجوړ نه تر وزیرستانه او د ټولې خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوې او له صوبايي حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه شوې چې د امن د ټینګښت لپاره خپلې قانوني او اداري دندې په بشپړ ډول ترسره کړي او د ملي عمل پر پلان (نېشنل ایکشن پلان) دې بشپړ عمل یقیني کړي.

په اعلامیه کې همدارنګه غوښتنه شوې چې د افغانستان د کورنیو ستونزو د حل لپاره دې د دودیزې لویې جرګې له لارې ملي تفاهم رامنځته شي، پاکستان او افغانستان دې د خپلو اختلافونو او د کډوالو د ستونزې د حل لپاره د خبرو اترو او سیاسي تفاهم لاره خپله کړي، او نړیوال ځواکونه دې سیمه د سیالیو ډګر نه ګرځوي.

ګډونوالو له چارواکو وغوښتل چې د ناوا پاس، غاښي پاس، کګه کنډاو، لېټې کنډاو، د مومندو ګورسل کنډاو او د چترال نه تر چمن پورې نورې تاریخي لارې د ولسي تګ راتګ او سوداګرۍ لپاره بېرته پرانیزي.

اعلامیه کې د اساسي قانون د پنځه ویشتم تعدیل له مخې له قبایلي ضلعو سره د شویو ژمنو د عملي کولو، په پخوانیو قبایلي سیمو او ملاکنډ ډویژن کې د مالیاتو د پرېکړې د بېرته اخیستو، د پرمختیايي اسانتیاوو د زیاتولو، د مولانا خانزېب د وژنې د پلټنو لپاره د وزیراعظم له لوري د اعلان شوي تحقیقاتي کمېسیون د زر فعالولو، د لادرکه کسانو د ستونزې د حل غوښتنې وشوېږ 

اعلامیه کې په قبایلي سیمو کې د انټرنېټ د بېرته فعالولو، د معدني زیرمو د ساینسي سروې، د جرګو په سلا د کانونو د استخراج، د ناامنۍ له امله د لوي سم او عنایت کلي بازارونو د زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د معاوضو د ورکړې، د بندو پېژندپاڼو د فعالولو او د پي‌کې–۲۲ د منتخب استازي نثار باز لپاره د پرمختیايي فنډونو د زر خوشي کولو غوښتنې هم شاملې ديږ.

د غونډې ګډونوالو په پای کې د سیمي له ټولو خلکو وغوښتل چې د امن، زغم او یووالي لپاره ګډ کار وکړي او د مولانا خانزېب د سولې پیغام ژوندی وساتي.

د مولانا خانزېب د لومړي تلین په مناسبت د جوړې شوې غونډې لپاره د باجوړ ضلعي انتظامیې او پولیسو سخت امنیتي تدابیر نیولي وو.