د کوز سویلي وزیرستان د برمل تحصیل اوسېدونکو د ضلعي سپورټس افسر ،عادل شاه، پر ضد په بېلابېلو سیمو کې احتجاجي بینرونه لګولي او دعوه یې کړې ده چې د دوي سیمه د لوبو له بنسټیزو اسانتیاوو او سپورټي پرمختیايي پروژو څخه بې‌ برخې پاتې شوې ده.

اعتراض کوونکي وايي، چې حکومت هر کال په کوز سویلي وزیرستان کې د سپورټ د ودې لپاره میلیونونه روپۍ ځانګړې کوي، خو ،د دوي په وینا، د دغو پیسو ګټه برمل ته نه ده رسېدلې. د دوي په خبره، د ځوانانو لپاره نه د لوبو میدانونه جوړ شوي، نه ورزشي سامان ورکړل شوی او نه هم په سیمه کې د پام وړ سپورټي سیالۍ ترسره شوې دي.

دوي وايي، د برمل ځوانان د لوبو په بېلابېلو برخو کې ښه استعداد لري، خو د اسانتیاوو د نشتوالي له امله د پرمختګ فرصتونه له لاسه ورکوي. اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې د سپورټ لپاره د ځانګړو شویو پیسو شفافه پلټنه دې وشي، برمل ته دې خپله ونډه ورکړل شي او ځوانانو ته دې د لوبو میدانونه، ورزشي اسانتیاوې او د روزنې فرصتونه برابر کړل شي.

دوي همدارنګه له د کوز سویلي وزیرستان مرستیال کمیشنر مسرت زمان، د سپورټ ادارې او نورو اړوندو چارواکو وغوښتل چې د ضلعي سپورټس افسر عادل شاه پر ضد د دوي د دعوو پلټنه وکړي او د قانون له مخې دې لازم اقدام وشي.

اعتراض کوونکو خبرداری ورکړی چې که غوښتنو ته یې پام ونه شي، نو د احتجاج لړۍ به نوره هم پراخه کړي.
تر اوسه د ضلعي سپورټس افسر عادل شاه او د کوز سویلي وزیرستان د ضلعي انتظامیې له خوا د دغو دعوو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.