د لکي مروت ضلعي پوليسو ویلي دي، چې د منجي والا په سيمه کې ،د جولایۍ په ۱۱مه، د دوو ډلو ترمنځ د زړې دښمنۍ له امله ډزې شوې دي، چې پکې پينځه کسان وژل شوي دي.
د پوليسو په وینا، چې له يوې ډلې يو سړی او يوه ښځه وژل شوي، چې ويل کېږي دواړه مور او زوې وو. د بلې ډلې درې کسان هم پر ځای وژل شوي دي. د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، د دواړو ډلو ترمنځ پخوانۍ دښمني د دې خونړۍ پېښې لامل بلل کېږي.
لکي مروت له تېرو څو کلونو راهيسي د ناامنۍ تر څنګ د شخصي او کورنيو دښمنيو له امله هم د خونړيو پېښو شاهد پاتې شوی دی. د سيمي مشران او امنيتي چارواکي وايي، د ځمکو شخړې، د پخوانيو وژنو بدل، د کورنيو ترمنځ لانجې، د قبایلي سياليو اختلافونه او د عزت او ناموس پر سر شخړې د دغو شخصي دښمنيو تر ټولو عام لاملونه ګڼل کېږي، چې ډېر وخت په وسله والو نښتو او مرګ ژوبلې اوړي.
د شخصي دښمنيو له امله د وژل شويو کسانو کره او جلا کلنۍ رسمي شمېره نه ده خپره شوې، ځکه پوليس دا ډول پېښې د وژنې او نورو جنايي جرمونو تر عمومي برخي لاندې ثبتوي. پوليس وايي، سيمه يې تر کنټرول لاندې راوستې، د پېښې پلټنې روانې دي او د نورو جزئياتو د راټولولو هڅې دوام لري.


غلام اکبر مروت