د شمالي وزیرستان د میرعلي اوسېدونکي او د شهید خبریال حیات الله داوړ زوې، کامران حیات، د برېتانیا د ټېسایډ پوهنتون څخه د مالیاتو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

د حیات الله داوړ ورور، احسان الله، د جولایۍ په ۱۱مه، شال نیوز ته وویل، چې د کامران حیات دا بریا د دوي د کورنۍ لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی او دا ښيي چې له سختو حالاتو او د ژوند له سترو ازموینو سره سره هم د زده کړو او نه ستړې کېدونکو هڅو په مټ لوړې بریاوې ترلاسه کېدی شي.

هغه وویل، چې کامران هغه مهال لا ماشوم و چې پلار یې، شهید خبریال حیات الله داوړ، ووژل شو. خو د خپلې مور او کورنۍ په ملاتړ او د خپلې کلکې ارادې له امله یې زده کړې دوامدارې وساتلې او اوس یې د برېتانیا د ټېسایډ پوهنتون څخه د مالیاتو په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.

احسان الله زیاته کړه: «دا یوازې د کامران بریا نه ده، بلکې د هغو ټولو یتیمو ماشومانو لپاره د امید، حوصلې او عزم پیغام هم دی چې د ژوند له ستونزو سره مخ دي. موږ هیله لرو چې هغه به په راتلونکې کې هم لا ډېرې علمي او مسلکي بریاوې ترلاسه کړي او د نورو ځوانانو لپاره به د الهام یوه روښانه بېلګه وګرځي.»

شهید حیات الله داوړ د قبایلي سیمو له مخکښو خبریالانو څخه و. نوموړي د شمالي وزیرستان، په ځانګړي ډول د میرام شاه او میرعلي، د امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د پاکستاني او نړیوالو رسنیو لپاره راپورونه برابرول.

هغه د ۲۰۰۵م کال د دسمبر په پنځمه وتښتول شو او د ۲۰۰۶م کال د جون په شپاړسمه یې مړی د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې وموندل شو. د هغه د وژنې قضیه تر اوسه نه ده حل شوې او د خبریالانو د حقونو نړیوالو ادارو د دې پېښې د بشپړو او خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

د کامران حیات د ماسټرۍ سند ترلاسه کول د شمالي وزیرستان د خلکو، خبریالانو او مدني فعالانو له خوا په تودو مبارکیو بدرګه شوی او ډېرو دا بریا د یوه شهید خبریال د کورنۍ د زغم، عزم او د زده کړو د ارزښت یوه روښانه بېلګه بللې ده.