د سوات په بریکوټ سیمه کې د نشي توکو د مخنیوي لپاره احتجاجي غونډه ترسره شوه، چې پکې د سیمي ګڼ شمېر خلکو، سیاسي او ولسي مشرانو او د بېلابېلو ټولنیزو او فلاحي سازمانونو استازو ګډون وکړ.

 

دا غونډه ،د جولایۍ په ۱۰مه، د پښتونخوا امن جرګې تر سیوري لاندې جوړه شوې وه، چې پکې د بابوزو قامي تړون جرګې، تنظیم سمه لار، اصلاحي کمېټۍ او نورو فلاحي تنظیمونو غړو هم ګډون کړی و.

 

د غونډې ویناوالو وویل، چې نشي توکي د ټولنې لپاره یو خطرناک ناسور او د نوي نسل د تباهۍ ستر لامل دی. هغوي له حکومت څخه وغوښتل چې د نشي توکو د کاروبار، خرڅلاو او استعمال پر ضد دې سخته قانون ‌سازي او بې پرې عملي اقدامات وکړي.

 

ویناوالو ټینګار وکړ، که د نشي توکو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه وانخیستل شي، نو راتلونکی نسل به له لا ډېرو ټولنیزو او اخلاقي ستونزو سره مخ شي. هغوي د قانون پلي کوونکو ادارو څخه هم وغوښتل چې د نشي توکو پر ضد بې له توپیره عملیات ترسره کړي او د دې کاروبار تر شا لاس لرونکي کسان عدالت ته راکش کړي.