د عوامي نېشنل ګوند (ای اېن پي) تر سیوري لاندې د کرمې ضلعې په پاړاچنار کې د امن فعال او سیاستوال، مولانا خانزېب، د تلین په مناسبت ،د جولایۍ په ۱۰مه، یو سیمینار جوړ شو، چې پکې د ګوند د مرکزي او سیمه‌ ییزو مشرانو، وکیلانو، ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو او د ژوند د بېلابېلو برخو استازو ګډون کړی و.

 

د غونډې ویناوالو، چې پکې قبایلي مشر جلال حسین بنګش، د عوامي نېشنل ګوند د کرمې ضلعې مشر حامد حسین، ښوونکی عالم جان، عابد بنګش، فخري بنګش او صابر حسین طوري هم شامل وو، د مولانا خانزېب ټولنیزو او سیاسي خدمتونو ته درناوی وړاندې کړ.

 

ویناوالو وویل، چې مولانا خانزېب د تعصب او توپیر له هر ډول چلنده لرې و او د انسانانو خدمت او د سولې ټینګښت یې خپل اساسي هدف باله. د هغوي په وینا، نوموړی په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پر ضد یوه څرګنده او بې‌ باکه غږ و او د سیمي د امن لپاره یې دوامداره هڅې کړې وې.

 

د غونډې ګډونوالو وویل، چې د مولانا خانزېب قربانۍ او د سولې پیغام به ژوندی ساتل کېږي او عوامي نېشنل ګوند به د هغه د فکر او ماموریت د دوام لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

د سیمینار په پای کې ګډونوالو په سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او د مولانا خانزېب د روح د بښنې لپاره یې دعا هم وکړه.