د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې اعلان کړی دی چې سبا، د جولایۍ په ۱۱مه، به په ټوله ضلعه کې ګرځبندېز نافذه وي. له خلکو غوښتل شوي چې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د امنیتي ادارو له لارښوونو سره سم عمل وکړي.
د ضلعي انتظامیې د خبرتیا له مخې، د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې به د امنیتي ځواکونو پراخ تګ راتګ روان وي. چارواکو ویلي، په دې موده کې دې خلک خپلې ورځنۍ چارې محدودې کړي او یوازې د سخت ضرورت په صورت کې دې له کورونو ووځي.
انتظامیې دا هم ویلي دي چې د شپې له ۱۲:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۵:۰۰ بجو پورې د عامو خلکو پر تګ راتګ لګېدلی بندیز به هم پر خپل ځای پاتې وي او له ټولو اوسېدونکو یې غوښتي چې له دغه بندیز څخه سرغړونه ونه کړي.
په شمالي وزیرستان کې له څو میاشتو راهیسي نږدې هره اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو کې دا ډول کرفیو او د تګ راتګ محدودیتونه لګول کېږي.
د چارواکو په وینا، د دغو محدودیتونو موخه د امنیتي ځواکونو د عملیاتو، ګزمو، لټونیزو فعالیتونو او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مال وړونکو کاروانونو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابرول او د احتمالي امنیتي ګواښونو مخنیوی دی.
شمالي وزیرستان په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د نښتو، هدفي بریدونو او پوځي عملیاتو شاهد پاتې شوی دی. د همدې امنیتي وضعیت له امله ضلعي انتظامیه او امنیتي ادارې وخت ناوخت په بېلابېلو سیمو کې د کرفیو او د تګ راتګ محدودیتونو اعلان کوي.
ضلعي انتظامیې له ټولو اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د سبا ورځې پر مهال له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي، د امنیتي ځواکونو له لارښوونو سره بشپړه همکاري وکړي او د هر ډول احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره د احتیاط څخه کار واخلي.

صفدر داوړ