د جولایۍ په ۱۰مه، سهار شاوخوا پنځه بجې، د وسله والو د موجودیت په اړه د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د کرک او کوهاټ پولیسو په ګډه د کرک ـ کوهاټ پولې ته نږدې د خټک ډېم په سیمه کې استخباراتي عملیات ترسره کړل.

 

د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو پر مهال وسله والو پر پولیسو ډزې وکړې، چې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښته ونښته. پولیس وایي، په ځوابي ډزو کې د قوماندان زاهد ډلې څلور غړي ووژل شول.

 

پولیس زیاتوي، وژل شوي کسان د کرک د بانډه عمر نواز تاڼې د ایس اېچ او عمر نواز او د کوهاټ د انسپکټر طاهر نواز، چې په ۲۰۲۵م کال کې وژل شوي وو، د وژنې ترڅنګ د ۲۰۲۶م کال د ډي اېس پي اسد محمود، سب انسپکټر انار ګل او یو شمېر نورو پولیس افسرانو او سرتېرو په وژنو کې هم ککړ بلل کېږي.

 

د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د نورو احتمالي وسله والو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړي دي. پولیس وایي، د وژل شویو کسانو د هویت او د هغوي د جرمي سابقې په اړه نور معلومات هم راټولېږي.

 

د خبر له خپرېدو سره سم د کرک د پولیسو مشر (ډي پي او) او د کوهاټ د صدر پولیسو مشر (اېس پي) احسان شاه سیمي ته رسېدلي او د روانو عملیاتو څارنه کوي.

 

کرک پولیس وایي، د ترهګرۍ پر ضد عملیات به دوام ولري او په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره به د وسله والو پر ضد خپلې هڅې روانې وساتي.