د خیبر ضلعې د تیراه درې د بې ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو او بیا ابادکارۍ په اړه د حکومتي او امنیتي چارواکو او د ۲۴ کسیزې ولسي جرګې ترمنځ مهمه جرګه ،د جولایۍ په ۱۰مه، په بریالیتوب پای ته رسېدلې ده. په جرګه کې پرېکړه شوې چې د ،اکتوبر له ۱۰مې، نېټې څخه به د تیراه د کډوالو د باعزته ستنېدو بهیر په رسمي توګه پېل شي.
د سرچینو په وینا، حکومتي او امنیتي چارواکو جرګې ته ډاډ ورکړی دی چې د خلکو له ستنېدو وړاندې به په سیمه کې د امنیتي وضعیت بشپړ ډاډمن شي. همدارنګه د ۲۴ کسیزې ولسي جرګې له خوا وړاندې شوې ۳۷ غوښتنې به په بشپړه توګه عملي کېږي.
په جرګه کې دا هم پرېکړه شوې چې په تیراه کې به روان پرمختیايي کارونه له ځنډ پرته دوام لري او د ولسي جرګې له خوا راپورته شوې ټولې اندېښنې به په لومړیتوب سره هوارې شي.
د جرګې پر مهال د ۲۴ کسیزې ولسي جرګې غړو د الحاج مارکیټ په نادرا مرکز کې د هغو بې ځایه شویو کسانو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه چې نومونه یې د جي ار سي په نوملړ کې شامل دي، خو بیا هم ترې د تیراه نوې پته او د هغې د ثبوت غوښتنه کېده.
سرچیني وایي، د جرګې له اعتراض وروسته دا ستونزه سمدستي هواره شوه او د ثبت شویو کډوالو ستونزې لرې کړل شوې.
سرچیني زیاتوي چې لوړپوړو امنیتي چارواکو ویلي دي، چې که د خواجه خېلو، دره چوني، حیدر کنډاو او لوزکې درې اوسېدونکي پر خپل وخت له سیمي ووځي، نو امکان شته چې د تیراه د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر د ټاکلې نېټې، یعنې د اکتوبر له لسمې، هم مخکې پېل شي.
په دې جرګه کې د ۲۴ کسیزې ولسي جرګې مشران، لوړپوړي امنیتي چارواکي، د ملکي ادارې استازي او د اړوندو ادارو مسؤولینو ګډون کړی و.

ابراهیم شینواری