د خیبر پښتونخوا د مردان په ډسټرکټ هيډکوارټر روغتون کې د اېچ ایي وي (اېډز) د درملنې مرکز د شمېرو له مخې، دا مهال د دې ناروغۍ ۴۷۱ ناروغان ثبت دي، چې ورسره د روغتیايي چارواکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

د روغتون په وینا، د ناپاکو او بیا کارېدونکو سرنجونو او طبي وسایلو کارول، غیر معیاري طبي طریقې او د احتیاطي تدابیرو خیال نه ساتل د اېچ ایي وي د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه دي.

 

د روغتون چارواکي وايي، د اېچ ایي وي ټولو ناروغانو ته د معاینې، تشخیص، درملنې او درملو اسانتیاوې په بشپړ ډول وړیا ورکول کېږي. هغوي ټینګار کوي چې د ناروغانو پېژندنه او طبي معلومات په بشپړه محرمیت سره ساتل کېږي، څو ناروغان له ټولنیزو ستونزو او تبعیض سره مخ نه شي.

 

روغتیايي کارپوهانو له خلکو غوښتي چې یوازې له جراثیمو پاکو سرنجونو او طبي وسایلو څخه کار واخلي، د درملنې لپاره مستندو روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د اېچ آی وي په اړه پوهاوی زیات کړي، ترڅو د دې ناروغۍ د لا خپرېدو مخه ونیول شي.