هند او اسټراليا د يورينيم د رسد په اړه يو مهم تړون کړی، چې له مخې به يې اسټراليا هند ته د اېټمي توانايۍ د پروګرام لپاره يورينيم ورکوي.

 

د هند وزيراعظم ،نريندر مودي، د اسټراليا د سفر پر مهال ،د جولایۍ په ۹مه، ويلي دي چې دغه تړون به د هند د اېټمي توانایۍ د اړتياوو په پوره کولو کې مرسته وکړي. هند هڅه کوي چې د بجلۍ په پيداوار کې د اېټمي توانايۍ برخه زياته کړي او د تېلو او ګېس پر برامداتو خپل انحصار راکم کړي.

 

اسټراليا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه ده چې د يورينيم سترې زېرمې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملکي اېټمي همکارۍ چوکاټ څو کاله مخکې جوړ شوی و، خو اوس د يورينيم د رسد تړون د عملي کېدو پر لور مهم ګام بلل کېږي.

 

پاکستان کې د دې تړون په اړه بېلابېل نظرونه څرګند شوي دي. يو شمېر شنونکي وايي، که څه هم دا تړون د پرامنه اېټمي توانايۍ لپاره دی او د نړيوالو څارنيزو اصولو لاندې به عملي کېږي، خو بيا هم د سویلي اسيا په سيمه کې د ستراتيژيک توازن په اړه پوښتنې راپورته کوي.

 

د دفاعي چارو ځيني کارپوهان وايي، هند له وړاندې يو لوي اېټمي پروګرام لري او د يورينيم نوې سرچيني به د هغه د ملکي اېټمي بټيو د چلولو توان زيات کړي. د دوي په وينا، پاکستان به دا پرمختګ د سيمه ييز امنيت او د وسلو د سيالۍ له نظره له نږدې څاري.

 

خو نور شنونکي بيا وايي، دا تړون نېغ په نېغه پوځي تړون نه دی، ځکه يورينيم به يوازې د ملکي اېټمي بټيو لپاره کارول کېږي او د نړيوالو اصولو له مخې به پرې څارنه کېږي.

د هند او اسټراليا مشرانو د يورينيم ترڅنګ د دفاع، پاکې توانايۍ، مهمو معدنياتو، سوداګرۍ او د سمندري امنيت په برخو کې هم د همکارۍ د زياتولو ژمنه کړې ده.

 

د پاکستان له نظره، د هند او اسټراليا دا نږدې کېدونکې همکاري يوازې د توانايۍ موضوع نه ده، بلکې د هند، اسټراليا او لوېديځو هېوادونو ترمنځ د پراخې ستراتيژيکې ملګرتيا برخه هم ګڼل کېږي.