امنیتي سرچیني وایي، چې د خیبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د جنډولې تحصیل د سراغر په غرنۍ سیمه کې ،د جولایۍ په ۹مه، جنګي هیلي کاپټرو د وسله والو پر شکمنو پټنځایونو بمبارۍ کړې دي.

 

د سرچینو په وینا، له هوايي بریدونو وروسته په سیمه کې ځمکني عملیات هم روان وو، خو د احتمالي مرګ ژوبلې او اوښتي زیان په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

 

د سیمي اوسېدونکي وایي، د عملیاتو پر مهال جنګي هیلي کاپټرو د تر ډېره وخته بمبارۍ او ډزې کولې. د سیمي یوه اوسېدونکي، احسان الله، شال نیوز ته ویلي، چې د بمباریو پر مهال خلک د خوندي پاتې کېدو لپاره په خپلو کورونو کې پاتې وو. د هغه په وینا، د مرمیو له امله یې دوه غواوې هم وژل شوې دي.

 

د ټانک ضلعې انتظامیې ویلي دي، چې تر اوسه د عملیاتو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.

 

سراغر د ټانک ضلعې د جنډولې تحصیل څخه شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې، د سویلي وزیرستان پر پوله پرته غرنۍ سیمه ده، چې د بېټني قبیلې خلک پکې مېشت دي. د سیمي اوسېدونکي وایي، دا سیمه له اوږدې مودې راهیسي د ناامنۍ له ستونزو سره مخ ده او د ډېرو خلکو د ژوند اساسي سرچینه مالداري او د څارويو ساتنه ده.