د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې د پنياله تاڼې اړوند د شاه حسن خېل په سیمه کې د دوو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو د سرچینو په وینا، د جولایۍ په ۹مه، په رامنځته شوې نښته کې د یوې ډلې پنځه کسان او د بلې ډلې یو کس وژل شوی او دوه کسان ټپیان دي.
پولیس وايي، په وژل شویو کې نقیب، طاهر، زبیر، شېرنواز او هدایت الله شامل دي، د شپږم وژل شوي کس نوم لا نه دی څرګند شوی. د پېښې وروسته ځايي خلکو وژل شوي او ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.
پولیس سیمي ته رسېدلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پېل کړې او د مشکوکو کسانو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات هم روان کړي دي.
بلخوا، د عبدالخېل سیمي مشران د سپینو بیرغونو سره د شاه حسن خېل پر لور روان شوي، څو د دواړو خواوو ترمنځ روغه جوړه وکړي او د نورې وینې تویېدو مخه ونیسي.


عدنان بېټنی