د فاټا لويې جرګې سپريم کونسل په قبايلي ضلعو کې د ټېکسونو لګولو د حکومت پرېکړه رد کړې او ويلي يې دي، چې که حکومت دا پرېکړه بېرته وانخلي، نو په ټولو قبايلي ضلعو کې به احتجاجي تحريک پېل کړي.

 

دا پرېکړه ،د جولایۍ په ۹مه، د خیبر ضلعې د شاه کس په سيمه کې د حاجي بسم الله خان په حجره کې د فاټا لويې جرګې سپريم کونسل په غونډه کې وشوه. په غونډه کې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ملک باز ګل، وزير نوابزاده فضل کريم، ملک خان مرجان، ملک عبدالرزاق، ملک اسرارالله، ملک وارث، ملک الف جان، ملک يونس، ملک اکبر خان، ملک ولايت شاه، ملک حضرت ولي، ملک ضراب او يو شمېر نورو قبايلي مشرانو ګډون کړی و.

 

غونډې ته ويناوالو وويل، چې په قبايلي ضلعو کې د نويو ټېکسونو لګول د سيمي د خلکو د اقتصادي وضعيت له امله د منلو وړ نه دي. د دوي په وينا، د پخوانۍ فاټا د انضمام په اړه مقدمه لا هم د پاکستان په سپریم کورټ کې تر غور لاندې ده، نو تر هغې چې عدالت خپله وروستۍ پرېکړه نه وي کړې، بايد په پخوانۍ فاټا او پاټا کې د نويو ټېکسونو د لګولو پرېکړه وځنډول شي.

 

د جرګې ګډونوالو وويل، چې حکومت دې د قبايلي ولس پر اوږو د نويو مالي بارونو د اچولو پر ځای د سيمي د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دوي غوښتنه وکړه چې د روزګار موقعی دې زياتی شي، د ښوونې او روزنې او روغتيايي خدمتونو کچه دې ښه شي، د سړکونو، اوبو، بجلۍ او نورو اسانتياوو کمښت دې هوار شي او د قبايلي ضلعو نيمګړې پرمختيايي پروژې دې بشپړې شي.

 

د غونډې ګډونوالو له ولس څخه هم وغوښتل چې ،د جولایۍ په ۱۲مه، په دره ادم خېل کې د ټېکسونو پر ضد په اعلان شوې احتجاجي غونډه کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

 

د غونډې په پای کې د پخواني سینټر الحاج تاج محمد د بخښنې لپاره دعا وشوه. جرګې پرېکړه وکړه چې د هغه د خدمتونو د درناوي لپاره به په نږدې ورځو کې تعزيتي غونډه هم جوړه کړي.