د بلوچستان د زیارت ضلعې د مانګي ډیم په سیمه کې د وسله والو په برید کې د وژل شویو پولیسو محمد زمان، دین محمد او کلیم الله ګډه جنازه ،د جولایۍ په ۹مه، په سنجاوي فوټبال ګراونډ کې ادا شوه.
په جنازه کې د خوراک صوبایي وزیر او د بلوچستان فوډ اتھارټي چیئرمین حاجي نور محمد دومړ، د زیارت ډپټي کمشنر عبدالقدوس اڅکزي، د سبۍ رینج ډي ایي جي پروېز عمراني، د پولیسو او ملکي ادارو لوړپوړو چارواکو، قبايلي مشرانو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو او زرګونو عامو وګړو ګډون وکړ.
په دې موقع د بلوچستان پولیسو دستې وژل شويو ته په دولتي اعزاز سره سلامي وړاندې کړه. له جنازې وروسته يې جسدونه د دوي پلرنیو سیمو ته واستول شول، چې هلته په بشپړ دولتي اعزاز سره خاورو ته وسپارل شول.
ګډونوالو د وژل شويو قربانیو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کولو سره د یادې پېښې په کلکه غندنه وکړه او د دوي د درجو د لوړوالي، بخښنې او د کورنیو لپاره یې دعاګانې وکړې.

نعيم اچکزئي