د خیبر ضلعې د جمرود پرېس کلب کې ،د جولایۍ په ۹مه، د تعليم محکمې نارينه او ښځينه استادانو په ګډه خبري غونډه کې غوښتنه وکړه چې تر هغې دې له سرکاري کوارټرونو او هاسټلونو نه نه ويستل کېږي، څو حکومت ورته د اوسېدو بديل ځای برابر نه کړي.
استادانو وويل، دوي په جمرود کې د نرسنګ او مېډيکل کالج د جوړېدو ملاتړ کوي، خو زياته يې کړه، چې شاوخوا شل کاله کېږي په دغو کوارټرونو او هاسټلونو کې د قانوني الاټمنټ له مخې اوسيږي او د بديل انتظام پرته د وتلو غوښتنه ورته د منلو نه ده.
د دوي په وينا، د کوارټرونو الاټمنټ ليکونه ورسره موجود دي، د بجلۍ بلونه ادا کوي او د تنخوا نه يې د استوګنې په مد کې هره مياشت کټوتي هم کېږي. دوي وويل، چې د سرکاري اصولو له مخې يو سرکاري ملازم تر ريټايرمنټه د سرکاري کوارټر حقدار وي، نو په يوه اوونۍ کې د کوارټر خالي کولو نوټس د قانون او اصولو خلاف دی.
ښځينه استادانو وويل، چې دوي د صوبې د بېلابېلو ضلعو نه راغلي او له خپلو ماشومانو سره په هاسټلونو کې ژوند کوي. د دوي په خبره، که بديل ځای ورنه کړل شي، نو د دوي او د ماشومانو د اوسېدو او تعليم دواړه ستونزې به راولاړې شي.
استادانو له اعلا وزير، د تعليم سيکرټر، د تعليم محکمې له چارواکو او نورو اړوندو مسئولينو وغوښتل چې د دوي لپاره دې مناسب بديل استوګنځای برابر کړي. دوي وويل، تر څو بديل ځای نه وي ورکړل شوی، خپل سرکاري کوارټرونه او هاسټلونه به نه خالي کوي.


شال نیوز